سید محمدعلی بحرالعلوم د عراق د دیني، فکري او ټولنیزو شخصیتونو له ډلې ؤ او د نجف اشرف د مشهورې علمي کورنۍ آل بحرالعلوم پورې اړه درلوده؛ داسې کورنۍ چې په تېرو پیړیو کې ئې لوي مراجع او علما وړاندې کړي دي.
هغه د نجف د حوزې له تکړه استادانو و او د حجتالاسلام والمسلمین محمد بحرالعلوم زوی و.هغه د دیني، ټولنیزو او فکري فعالیتونو په خاطر پیژندل شوی و او په کلتوري او سیاسي غونډو کې ئې فعاله ونډه درلوده، همدارنګه په حوزه علمیه او د عراق په ټولنې کې ئې لوړ مقام درلود.
هغه د شنبې په ماښام، د وږي لومړۍ نېټه، په کویت کې وفات شو او وړمه ورځ یعني د وږي په درېیمه، په بینالحرمین سیمې کې د رسمي او عمومی خلکو په شتون سره ئې د جنازې مراسم ترسره شول او وروسته په نجف اشرف کې خاورو ته وسپارل شو.
د وحدت اونۍ د رارسېدو په درشل کې، چې د شیعه او سني ترمینځ د یووالي د ټینګښت او د ټولو اسلامي مذهبونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ د پیاوړتیا او کمزورتیاوو د ارزونې لپاره یو فرصت دی، د استاد سیدمحمدعلی بحرالعلوم د ۱۴۰۱ کال د ایکنانیوز له خبریال سره شوي مرکه بیا ستاسو خدمت ته وړاندې کوو، چې په هغه کې ئې ویلي وو: «هغه څه چې نن سبا ورته اړتیا لرو، د اسلامي مذهبونو ترمینځ سولهییزې ګډ ژوند رامنځته کول دي او د مذهبونو د یو بل د عقایدو په اړه ناپوهي د ناوړه تفاهم او تفرقې لامل کیږي.»
د اسلامي امت د کمزوري کیدو داخلي او بهرني عوامل
علامه بحرالعلوم زیاته کړه: دا کمزورتیا د بهرنیو او داخلي عواملو پایله ده. بهرني عوامل لکه لوي استعماري حکومتونه دي چې په اسلامي هیوادونو ئې تسلط درلود، او داخلي عوامل د اسلامي ټولنو او د اسلامي هیوادونو د حکومتونو په تېرو پیړیو کې د علمي کمزورتیا او د پرمختګ او ریښتیني اسلام ته د تمسک ضد چلند شامل دي، چې دا د دغو هیوادونو د ټولنیز، بنسټیز، عقیدتي او علمي توان د کمزوري کیدو لامل شو.
بحرالعلوم ټینګار وکړ: همدارنګه د استعمار او لویو قدرتونو د تسلط پروګرامونه په اسلامي سیمو کې، چې پراخې مادي شتمنۍ لري او ټوله نړۍ ئې دا شتمنۍ او سیمې غواړي، د وروسته پاتیوالي بل لامل دی.
د مذهبونو د یو بل په اړه د پوهې زیاتولو اړتیا
حجتالاسلام بحرالعلوم وویل: په حقیقت کې باید وګورو چې د مذهبونو ترمینځ تقریب او نزدیکت ته څنګه ګورو. ۱۰۰ کاله وړاندې اصلي ستونزه د مذهبونو، په تیره بیا د امامیه مذهب په اړه ناپوهي وه. د اهل سنت او نورو مذهبونو علما د امامیه مذهب د ډېرو اصولو او اساسو په اړه معلومات نه درلودل. له همدې امله د شیعه علماوو له تېرې پیړۍ د پنځمې لسیزې څخه د شیعه آثارو پراخه خپرونه پیل کړه. مرحوم آیت الله بروجردي او مرحوم سید حکیم د تېرې پیړۍ په ۵۰ او ۶۰ لسیزو کې د امامیه مذهب د کتابونو او فقهې د خپرولو اقدام وکړ.
خبرې اترې او مذاکرات او د یو بل منل؛ د مذهبو نو د ګډ سوله ایز ژوند اړتیا
دغه استاد ټینګار وکړ: هغه څه چې نن سبا ورته اړتیا لرو، د اسلامي مذاهبو ترمنځ د سولهییزې ګډ ژوند رامنځته کول دي. د مذاهبو ترمنځ د نږدېوالي فکر یو پوخ فکر نه و چې عملي شي. هر مذهب خپل ځانګړي فقهي، کلامي او شرعي احکام لري او تقریب، لکه څنګه چې ځینې فکر کوي، ممکن نه دی، بلکې باید د مذهبونو ترمنځ سولهییزه ګډ ژوند رامنځته شي. سوله ایز ګډ ژوند د مقابل لوري منل، د خبرواترو د چینلونو پرانیستل، د مقابل لوري د افکارو، نظریاتو او غوښتنو منل، د تکفیر او وژنې ردول دي، دا هغه څه دي چې ورته اړتیا لرو څو دا مذاهب د ژوند او ښه راتلونکي لپاره یو له بل سره ملګرتیا وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4301738